Pashto

په ګوادر بندرګا د چين د سمندري اډه په اړه خبري ټوله سیمه په ډار اخته کړے ده. د پاکستان ځواکونو له خوا دغه خبره ډاډه شوے ده چي د چین سمندري بیړي او سمندري ځواکونه به د سامان د خوندیتوب په هقله د تل لپاره به هلته خپاره وي. دغه بېړۍ به د پاکستان د سمندري ځواکونوسره د خپلې سوداګرۍ ساتنه کوي. پردې برسیره  دا هم ويل کیژي چې په بندر کې به د چين اوبتل وګومارل شي، او د دغو بیړیو د ساتنې او جوړولو لپاره به د زمکني ځواکونو اډه هم جوړه شي. د پاکستان ګماشته(دلال) واکمنه ټولګي د چين د استعماری زنځیرونواغوستو باندي وياړي، په داسې حال کې چي خپل را روان نسلونویه ترغوږو په پوروکي لاندي ساتل شوي دي. د امریکا د مرستو د بنديدو وروسته له چین څخه راتلونکو ونډي خوړلو کشي د پاکستان او چین

...

په داسی حال کي چې ده پاکستان ۸۲ سلنه ابادي ده صحت د جدیدو اسانتیاوو څخه بي برخي دي، خپله درملنه په غیر ساینسي بنسټونو کوي، د پاکو اوبو اسانتیا نه لري، هر کال پنځه سوه زره میرمني د اولاد زیږیولو په وخت د مرګ کومي ته لویږي، چیری چې تور ژړی، ټی بی، ملریا،او نورې د رغوني وړ ناروغۍ رغونه نه موندل کیږي، ۶۰ سلنه ابادي د خوراکې کمښت سره لاس او ګریوان وی او هره ورځ ۱۱۳۲ ماشومان د لوږي غربت او د ډول ډول ناروغیو له کبله مري، او د سرکاري راپورونو سره سم د زده کړی فیصدي د تیرو اوو کلو په جریان کي د ۶۰ څخه ۵۸ ته را لویدلې ده. په یو داسي ټولنه کي نوري کومي داسي بدبختۍ شته چې لا به نور هم انسانې ژوند تباه کوي؟

هیله ده چې تر دی له مخه به تاسي ته د یوي جسم پروشی لیک نه وي در لیږل شوی. او دا هیله هم ده چې تر نن ګړۍ پوری به تاسو زما په څیر د نورو میرمنو صورت هم نه وي لیدلی. زه په دي پوهیږم چې تاسو ته دا لیک لیکل څومره څپک عمل دي.او هغه هم یو داسی لیک. خو څه وکړم حالت هم دا ډول دي او په تیره بیا د دي دواړو جنکیو غوښتنه دومره تنده ده چې د دي لیک د لیکلو څخه په هیڅ ډول شاته نه شوم. دا لیک زه نه درته لیکم دا لیک بیلا او بتول په ما لیکې. زه د زړه له کومې بښنه غواړم که چیري زما په لیک کي کومه جمله بده درباندي ولګیده نو دا زما مجبوری وبولۍ د بیلا او بتول په غوښتنه دا لیک لیکم.

دا سرګنده ده چې نواز شریف امریکا ته د پاکستان او امریکی تر منځ د اړیکو د ښه کیدو د پاره نه وو غوښتل شوی، بلکه امریکا نواز په افغانستان کي د امریکی د کمزوری پوزیشن په سبب ورغوښتی وو. نوري ستونزي د امریکا لپاره موهیمي نه وي.

له غزی څخه نیولی تر کوبانی پوری اسلامی بنسټپالو او د صهونیت بربادی د پانګوال نظام د دی کړکیچ نښه ده چې پوره کرښه د بربادی، ذلت، او بربریت په اور کی سوزی. دا بی باوری د هری ورځی په تیریدو سره د زبیښاک دوه مخیتوب او منافقت هم را سرګندوی.په شام او عراق کی د اسلامی ریاست (آی ایس) په نوم وحشی بنسټپاله ټولۍ راپورته کیدل دا په ګوته کوی چي د دی متروک نظام په حدودو کی انسان د پر مختګ په ځای د پخوانی یا (ماضی بعید) په روحانی عقایدو او په روانیاتو کی غرق کیږ

په دریم اګست د پاکستان فوځی مشر جنرال راحیل شریف د راولپنډۍ د اینټي نارکوټیکس فورس هیډ کوارټر ته د ورتګ په محال وویل چې د نشیې توکو جوړونکې او تجارت کونکې د ترهګرو په څیر د قامی سلامتی لپاره ګواښونکې دي. د نشیې توکو څخه په لاس راغلی پیسي په ترهګرۍ کی کارول کیږي. اود دوی د له منځه وړلو د پاره د رغنده ګامونو اخستلو اړتیا دي. ۱۹۷۸ څخه را وروسته دا لومړی ځل دي چې د پاکستان پوځي مشر مخامخ د تور اقتصاد په هکله واي او د دي دندې د له منځه وړلو هوډ کوي.که چیری داسی کار ترسره کیږي نو د هیواد اقتصاد ته په کتو سره د بریالیتوب امکانات یې د تور اقتصاد پراخ حجم په سیاست او ریاست کي دژورو ریښو لرلو په وجه نیمګړی تر سترګو کیږي. ۱۹۷۸ له مخه دپاکستان په اقتصاد کي د بی سنده یا  بی

...